وروستي خبرونه

د افغان دولت مرکچي ټیم دې طالبانو سره نور بحث نه کوي او په اعتراض ډول دې ناستې ترک کړي

24

 د مشرانو جرګې غړي وايي، کابل ته د افغان دولت مرکچي پلاوي د څلورو تنو غړو راتګ ښيي، چې د سولې روانې خبرې له ناکامۍ سره مخ دي او باید د بریا لپاره يې ملي شورا اقدام وکړي. سناتوران زیاتوي، چې سولې ته د رسېدو لپاره اساسي شرط د اوربند اعلانول او د روانې جګړې پای ته رسول دي، چې له اوربند پرته د خبرو دوام بې ګټې دی

دا په داسې حال کې ده، چې له قطر څخه د افغان دولت مذاکره کوونکي ټیم څلور غړي؛ فوزیه کوفي، عبدالمتین بېګ، کلیم الله نقیبي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید منصور نادري کابل ته را ستانه شوي دي. د افغان دولت او طالبانو مذاکره کوونکو پلاوو ترمنځ د بحثونو له اوږدېدو او جنجالي کېدو سره سم له قطر څخه د افغان دولت مرکچي ټیم څلور غړي فوزیه کوفي، عبدالتمین بېګ، کلیم الله نقیبي او سید منصور نادري کابل ته راغلي دي

د مشرانو جرګې غړي وايي، د افغان دولت مذاکره کوونکي ټیم د غړو راتګ ثابتوي، چې قطر کې د سولې خبرې له بن بست سره مخ دي، خو د ځینو سرچینو په خبره، چې کابل ته د پلاوي د غړو راتګ د ولسمشر سره د مشورو په موخه دی. د سناتورانو په وینا سولې ته د رسېدو لپاره اساسي شرط د اوربند اعلانول دي او که طالبان اوربند نه اعلانوي، نو د افغان دولت مرکچي ټیم دې نور له طالبانو سره ناستې نه کوي او په اعتراضیه ډول دې بحثونه ترک کړي

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار بیا د سولې خبرو پر چټکتیا ټینګار کوي او زیاتوي، چې سولې ته د رسېدو په لار کې خنډونه شته، خو هلې – ځلې باید جریان ولري. په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وردګ په وینا د دواړو مذاکره کوونکو ټیمونو ترمنځ ناستې ځنډېدلي نه دي او هیله څرګندوي، چې د رسمي بین الافغاني خبرو د پیل پر تګلارې شته اختلافات حل او بشپړ توافق ته ورسېږي

نذیر شینواری

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008