وروستي خبرونه

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون له ښکېلو لورو د جنګ د پای ته رسېدو غوښتنه کړې

43

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون له ښکېلو لورو غوښتي، چې د افغانانو د غوښتنې خلاف دې جګړې ته دوام نه ورکوي بلکې په خپلو کې دې سوله وکړي. د دې کمیسیون مشر شهزاد اکبري د ټویټ پیغام په خپرولو سره ویلي، په داسې حال کې، چې ټول افغانان د سولې او اوربند غوښتونکي دي، وسلوال طالبان لاهم پرجګړې ټینګار کوي، د نوموړي په خبره طالبان باید داسې لار غوره کړي چې په واسطه یې افغانان سولې ته و رسیږي

نوموړي له حکومت څخه هم د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه کړې او په وینا یې دواړه لوري باید د ملکي وګړو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي اکبري د افغانستان جګړه ځکه د اندېښنې وړ بللې چې ټول زیان یې افغانانو ته اوړي. دا په داسې حال کې ده، چې د سولې خبرو له پیل سره سم هېواد کې جګړې بیا شدت موندلی او له امله یې هره ورځ ګڼ شمېر ملکي وګړي خپل ژوند له لاسه ورکوي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008