وروستي خبرونه

ولسي جرګه هغو نوماند وزیرانو ته رایه نه ورکوي چې اسناد یې ستونزې ولري

38

 د ولسي جرګې لومړی مرستیال میرزا کټوازی وایي چې د دغې جرګې دایمي کمېسیونونه د حکومت له لوري د ور پېژندل شویو نوماند وزیرانو د اسنادو په څېړلو بوخت دي او په خبره یې، ولسي جرګه به هغو نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورنه کړي چې اسناد یې ستونزې ولري

هغه پر ولسمشرۍ ماڼۍ نیوکه کړې ده او ویلي یې دي چې د چارو ادارې، څو مشخصو څېرو د هېواد ټولې چارې یرغمل کړې دي. دوی په داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې څو ورځې وړاندې له اوږد ځنډ وروسته ولسمشر غني کابینه ولسي جرګې ته د باور رایو لپاره ور وپېژندل

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008