وروستي خبرونه

طالبان د تاوتریخوالي له ډېرښت سره غواړي، چې د جګړې له لارې قدرت ته ورسېږي

37

 د ولسي جرګې لومړی مرستیال وايي، په افغانستان کې روانه جګړه تحمیلي ده او طالبان غواړي، چې د جګړې په شدت سره د زور له لارې قدرت تر لاسه کړي. وکیلانو په هېواد کې وروستي خونړي بریدونه وغندل او زیاته يې کړه، چې د امنیتي سکټورونو مسؤلین د خلکو امنیت نیونه کې پاتې راغلي او باید ژر څارنوالۍ ته معرفي شي

په ورته وخت کې د بنګلدېش دیني علماوو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې او د جګړې پر ښکېلو ډلو يې غږ کړی، چې هر څه ژر جګړه پای ته ورسوي. د سولې خبرو پیل سره هېواد کې د ښکېلو ډلو ترمنځ د جګړې شدت په کور دننه او بهر دیني علماوو اندېښنه ښودلې او دغه جګړه يې ناروا بللې. په بنګلدیش کې دیني علماوو په افغانستان کې روانه جګړه حرامه بللې او له ښکېلو ډلو يې د جګړې ژر پای ته رسېدو غوښتنه کړې

د ولسي جرګې غړي هېواد کې وروستي بریدونه غندي او زیاتوي، امنیتي وضعیت ورځې تر بلې د خرابۍ لور ته روان دی او د امنیتي سکټورونو مسوولین يې هم په کنټرول کې پاتې راغلي، چې باید څارنوالۍ ته معرفي شي. د ولسي جرګې لومړی مرستیال میرزا کټوازی وايي، په افغانستان کې روانه جګړه، چې افغان دیني علماء يې قدرت ته د رسېدو لپاره بولي، په شدت سره يې طالبان غواړي، چې د زور له لارې قدرت ته ورسېږي. په افغانستان کې روانه جګړه داسې مهال نړیوال دیني بنسټونه ناروا بولي، چې تېره ورځ ۲۵۰۰ افغان دیني علماوو ویلي، په هېواد کې روانه جګړه، چې د قدرت د تر لاسه کولو په موخه ده، حرامه ده، نو حکومت او طالبان باید جګړې ته د پای ټکی کېږدي

نذیر شینواری

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008