وروستي خبرونه

د هرات والي او د دغه ولایت د یو شمېر ادارو مسوولین د فساد په تور څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي

32

 د جمهوري ریاست د پلټنو ادارې چې د هرات والي، د ولایتي شورا درې غړي او څو نور کسان د کورونا پر ضد د مبارزې په بودیجه کې په فساد تورن کړي وو، د درنو جرمونو پر ضد د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ځانګړې څارنوالۍ محکمې ته معرفي کړي دي

د هرات والي سید عبدالوحید قتالي، د عامې روغتیا رئیس عبدالحکیم تمنا او د ولایتي شورا غړي وکیل احمد کروخي، نجیب‌الله محبي او غلام حبیب هاشمي د هغو ۲۱ کسانو په ډله کې دي چې د کورونا پر ضد د مبارزې په بودیجه کې د فساد تور پرې لګېدلی. د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي ویلي، د درنو جرمونو پر ضد د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ځانګړې څارنوالۍ په دې برخه کې د خپلو څېړنو نتایج اړوندې محکمې ته استولي دي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008