وروستي خبرونه

د هوایي برید له امله میدان وردګو کې درې ماشومان وژل شوي دي

30

 د راپورونو له مخې میدان وردګو ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې برید کې درې ماشومان وژل شوي دي، راپورونه زیاتوي چې دغه برید تېره شپه د نرخ ولسوالۍ په دراني سیمه کې رامنځ ته شوی او یاد ماشومان درې واړه د یوې کورنۍ غړي دي

د هېواد د نورو ولایتونو په ګډون دې وروستیو کې میدان وردګو کې هم جګړې او بریدونو زور اخیستی چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي او ډېر د ښکېلو لورو ترڅنګ ملکي وګړو ته هم مرګ – ژوبله اوړي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008