وروستي خبرونه

د دوحې د هوکړې له مخې طالبان د داعش وسلوالې ډلې په ختمولو بوخت دي

28

امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین وایي، طالبان اوس په افغانستان کې د دوحې له هوکړې سره سم د داعش پر وړاندې په مبارزه بوخت دي. نوموړي غزني کې د القاعده شبکې د مهم کس وژل کېدو ته په اشارې ویلي چې امریکا لا هم د ترهګرو ضد مبارزه کوي

د نوموړي په خبره نه یوازې د القاعده شبکې بلکې د داعش پر وړاندې هم د امریکا د ځانګړو ځواکونو، استخباراتي ادارو او وسلوالو طالبانو عملیات او مبارزه روانه ده. د ده په خبره چې داعش ډله د ټولې سیمې لپاره خطرناکه ده او د دې ډلې په ختمولو کې د طالبانو هڅې دا ښيي چې د دوحې هوکړه د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره ګټوره وه. رابرټ اوبراین په داسې مهال یادې څرګندونې کوي چې وړمه ورځ داعش وسلوالې ډلې د کابل دشت برچې سیمه کې د شوي برید مسوولیت پر غاړه واخیست چې افغان حکومت بیا د دغه برید پړه پر وسلوالو طالبانو اچوي. دغه برید کې ۲۴ ملکي وګړي وژل شوي وو او شاوخوا ۶۰ تنه نور ټپیان شوي وو

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008