وروستي خبرونه

د اکتوبر ۲۵ مه ۲۴ کاله وړاندې طالبانو د افغانستان دولت پر اسلامي امارت بدل کړ

26

 طالبانو د کابل د نیولو په لومړۍ میاشت کې د ۱۹۹۶ د اکټوبر په ۲۵مه، افغانستان دولت په رسمي ډول «اسلامي امارت» ونوماوه

له دې بدلون پوره ۲۴ کاله اوړي، خو طالبان لا هم د قطر په مذاکراتو کې اسلامي امارت کلمه د بحث وړ بولي. افغان دولت د امارت اصطلاح د یوې وړې ډلې مفکوره ګڼي او ټینګار کوي چې امارت کلمه هېڅکله هم د سولې په خبرو کې د بحث وړ ټکی نه‌دی. طالبانو په ۱۹۹۴ میلادي کال کې هغه وخت چې افغانستان کې کورنیو جګړو زور اخیستی و، په سوېل لودیځ ولایت کندهار کې سر راپورته کړ او د همدې کال د اکټوبر په ۱۰مه‌يې د سپین بولدک ولسوالي ونیوله. د همدې کال د نومبر په ۲مه ‌يې کندهار ونیو او د ملا محمد عمر په مشرۍ یې د طالبانو د اسلامي تحریک په نوم اته کسیزه شورا جوړه کړه

په ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه د امریکا پر متحده ایالاتو د القاعده له لوري له مرګوني حملو وروسته امریکا او متحدینو د القاعده په ملاتړ په اسلامي امارت برید وکړ او دغه نظام ‌یې رانسکور کړ چې په افغانستان کې د لویې جرګې له لارې جمهوري اسلامی دولت نظام ومنل شو. له ۱۹ کلونو جګړې وروسته د امریکا متحده ایالاتو د روان میلادي کال په فبرورۍ کې له اوږدو مذاکراتو وروسته له طالبانو سره د سولې هوکړه وکړه چې له مخې به ‌یې امریکايي ځواکونه له افغانستان وځي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008