وروستي خبرونه

سوډان به له اسراییلو سره خپلې اړیکې عادي کړي

13

 د وروستیو راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، سوډان له اسراییلو سره خپلې اړیکې عادي کوي. راپورونو زیاته کړې، له دې څو اوونۍ وړاندې متحدو عربي اماراتو او بحرین ورته اقدام کړی و

دې دواړو خلیجي هېوادونو په منځني ختیځ کې له 26 کاله وروسته اسراییل په رسمیت وپېژاند او پنځه نور عربي هېوادونه هم غواړي له اسراییلو سره د سولې هوکړه وکړي. له اسراییلو سره د سوډان د اړیکو عادي کولو اعلان وروسته له هغه شوی، چې ټرمپ له ترهګرۍ سره د مرستندویه هېوادونو له امریکايي لېسته د سوډان نوم لرې کړ او د مرستو او پانګونې لړ کې پر سوډان لګېدلي بندیزونه لرې شول

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008