وروستي خبرونه

پاکستان د راتلونکي کال تر فبرورۍ پورې د ترهګرو ملاتړو هېوادونو په خړ لېست کې پاتې شو

11

 د وروستیو راپورونو له مخې، پاکستان د راتلونکي کال تر فبرورۍ پورې د ترهګرو ملاتړو هېوادونو په خړ لېست کې پاتې شو. راپورونو زیاته کړې، پاکستان د نړیوال مالي اقدام سازمان لارښوونې او شرطونه عملي کړي نه دي نو له همدې کبله دغه هېواد بیا هم د ترهګرو د ملاتړ له امله په خړ لېست کې پاتې شوی دی

ددغه سازمان په خبره پاکستان د ترهګرو د ملاتړ، د تورو پیسو د مينځلو، مالي حسابونو کې د شفافیت نه لرلو او نورو ستونزو له کبله تر فبرورۍ پورې خړ لېست کې شامل شوی دی. دغه سازمان زیاته کړي که پاکستان تر یادې نېټې د دغه سازمان شرطونه پوره نه کړي د دې احتمال شته چې دغه هېواد د ترهګرو د ملاتړ په تور لېست کې شامل کړل شي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008