وروستي خبرونه

هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ډېرې شوي

10

 د اکټوبر ۲۴مه د پولیو نړیواله ورځ! دغه ورځ د ګوزڼ ویروس پر ضد د مبارزې په اړه د خلکو د پوهاوي او د دې ویروس د له منځه وړلو هڅو ته ځانګړې شوې ده. افغانستان، پاکستان او ناجیریا له هغو هېوادونو څخه دي، چې د پولیو مثبتې پېښې پکې تر سترګو کېږي

په افغانستان کې د پولیو ویروس له منځه وړلو ملي پروګرام عامه پوهاوي مسوولین زیاتوي، چې په هېواد کې د ګوزڼ مثبتې پېښې زیاتې شوي دي. د دوی په خبره د روان میلادي کال له پیله تر دې دمه د پولیو ۵۳ مثبتې پېښې ثبت شوي دي. د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق وايي، چې هر کال دوه نیم میلیونه ماشومان د نا امنیو له امله د پولیو له واکسینه پاتې کېږي، چې د دغو ماشومانو ډېره برخه د افغانستان د نا امنو سیمو اوسېدونکي دي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008