وروستي خبرونه

دفاع وزارت هلمند کې د طالبانو سرې قطعې د قومندان په ګډون د ۱۵ وسلوالو طالبانو وژل کېدو ادعا کوي

7
 دفاع وزارت وایي وسلوالو طالبانو غوښتل، چې د هلمند ولايت په ناوې، نهرالسراج، نادعلي او د نيمروز ولايت د خاشرود ولسوالۍ په يو شمېر امنيتي پوستو برید وکړ، چې د افغان امنیتي ځواکونو له سخت ځوابي برید سره مخ شوي دي
دفاع وزارت زیاتوي په دغه برید کې د وسلوالو طالبانو د سرې قطعې قومندان حاجي مظلوم په ګډون ۱۵ وسلوال طالبان وژل شوي او نهه نور ټپیان دي. د یاد وزارت په وینا دغه برید کې د وسلوالو طالبانو څلور موټرې او یو شمېر وسلې هم له منځه ورړل شوي دي
د فاع وزارت په دا سې مهال یادې څرګندونې کوي چې تېره ورځ نیمروز کې د وسلوالو طالبانو په برید کې شاوخوا ۲۰ د ملي اردو سرتېري وژل شوي وو او شپږ یې ژوندي له ځان سره بوولي وو

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008