وروستي خبرونه

طالبان دې تاوتریخوالی کم او له ټولو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي

6

 د ناټو سرمنشي وايي، چې د طالبانو روان تاوتریخوالی ورته د منلو نه دی، دغه کچه دې راټېټه کړي او له ترهګرو ډلو سره دې اړیکې قطع کړي. د ناټو سرمنشي همدارنګه وايي، چې په هلمند ولایت کې د طالبانو د وروستیو بریدونو په اړه به څېړنه وکړي

د ناټو سازمان عمومي منشي، چې د دې سازمان د دفاع وزیرانو له ناستې وروسته یې یوه خبري کنفرانس ته وینا کې ویلي، چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت خراب دی او په‌ کار ده چې طالبان د تاوتریخوالي کچه راکمه کړي ترڅو اوربند ته لاره هواره شي

نوموړي زیاته کړې، چې په دوحه کې د سولې له روانو خبرو څخه ملاتړ کوي. هغه وایي په افغانستان کې د دې سازمان حضور د شرايطو پر اساس دی او په راتلونکي کې یې حضور هم په دوحه کې د سولې په خبرو کې د پرمختګ پورې تړاو لري. د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم اروپايي ټولنې له افغان سولې خپل ملاتړ کړی او له طالبانو يي غوښتي چې تاوتریخوالي راکم کړي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008