وروستي خبرونه

د افغانستان پر سر د پاکستان او امریکا معامله هېڅ یو افغان ته د منلو نه ده

5

 مخکیني ولسمشر حامد کرزي ویلي، د افغان سولې پروسه چې د امریکا له لوري د پاکستان پر همغږۍ مخ ته روانه ده، په دغې پروسه کې د افغانستان پر سر معامله دوی ته د منلو نه ده او پر وړاندې به یې مقاومت وکړي

کرزی وایي، په دغه پروسه کې د پاکستان رول مهم دی خو د افغانستان پر سر معامله هېڅ یو افغان نه مني. د نوموړي په وینا دا هغه تکراري تجربې دي کومې چې د شوروي اتحاد له وتلو ورسته افغانان له بدبختیو سره مخ کړل. کرزی زیاتوي، د چین او روسیې په ګډون باید د افغانستان ټول ګاونډیان له امریکا سره په تفاهم او همکارۍ سره د افغانستان د سولې ننګه وکړي، په خبره یې د پردې ترشا هېڅ معامله باید شتون ونه لري

افغانان شفافیت غواړي او نه غواړي، چې افغانستان د نورو هېوادونو د رقابتونو ځای واوسي. حامد کرزي ویلي په واقعي مانا افغانستان کې د راتلونکې سولې په کلکه هر افغان ملاتړ کوي؛ خو دا چې د بهرنیو هدفونو لپاره افغانان وژل کېږي هېڅ یو افغان ته د منلو نه ده

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008