وروستي خبرونه

د تاوتریخوالي ډېرښت خلک اندېښمن کړي او له دواړه لورو د اوربند غوښتنه کوي

4

 د سولې خبرو له پیل سره سم هېواد کې د دوحې هوکړې خلاف د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې، چې له امله یې ګڼ شمېر ولسي وګړي اندېښمن دي او د سولې روانو خبرو ته د شک په سترګه ګوري

د امنیتي بنسټونو د معلوماتو پر اساس یوازې تېره اوونۍ د وسلوالو طالبانو د بریدونو له امله شاوخو ۱۰۰ افغان سرتېري وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي

دغه مرګ ژوبله تر ډېره په تخار، نیمروز او بدخشان ولایتونو کې امنیتي ځواکونو ته اوښتې. په همدې حال کې امنیتي بنسټونه وایي، چې د وسلوالو طالبانو د بریدونو په پایله کې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. بل لور وسلوال طالبان وایي، چې د دوحې له تړون وروسته یې پر امریکایي ځواکونو خپل بریدونه درولي، خو دا چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له هغوی سره همکار وو پر دوی باندې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي

افغان حکومت د سولې له خبرو سره سم د جنګ دوام د سولې په زیان بولي او په وینا یې طالبان د بریدونو په دوام سره غواړي چې د سولې خبرې له خنډ سره مخ کړي. د یادونې وړ ده، چې د افغان حکومت سربېره د سیمې هېوادونو او ولسي وګړو څو ځله له ښکېلو لورو د اوربند غوښتنه کړې؛ خو وسلوالو طالبانو بیا هم د جنګ پر دوام ټینګار کړی او په وینا یې د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ هوکړې ته تر رسېدو پورې به جګړه دوام ولري

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008