وروستي خبرونه

افغان حکومت ننګرهار کې د ۳۸ وسلوالو طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي

3

 د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، وسلوالو طالبانو د دې ولایت شېرزادو ولسوالۍ پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چې د افغان امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې ۳۸ وسلوالو طالبانو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده

د څلورمې پلې لېوا چارواکې وايي، تېره شپه وسلوالو طالبانو د شېرزاد ولسوالۍ د هاشم خېلو په سیمه کې د څلورمې پلې لېوا د سیمه ییزې اردو نهم ټولي پرسونل پر پوستو طالبانو برید وکړ، چې په ځوابي برید کې ۳۳ طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. د څلورمې پلې لېوا مسوولینو او طالبانو یو بل ته د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008