وروستي خبرونه

تېره یوه میاشت کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې شاوخوا ۵۵۰ ملکي وګړو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

2

 د بښنې نړیوال سازمان وايي له بین الافغاني خبرو سره هم مهاله په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ دی. دغه سازمان وایي افغانستان کې وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی او باید نړیوال دغه وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي

یاد سازمان زیاتوي له مذاکراتو سره هم مهاله روانه خونړۍ جګړه هره ورځ د افغانانو ژوند اخلي او جګړه تر بل هر وخت خونړۍ شوې ده په خبره یې کندهار، هلمند، وردګ او ځینې نور ولایتونو په تېرو څو ورځو کې د خونړیو جګړو او چاودنو شاهدان وو چې ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده

ایمنیسټي انټرنشینل وایي چې تېره میاشت د جګړو له امله ۱۸۰ ملکیان وژل شوي او ۳۷۰نور ټپیان دي. دغه سازمان وروسته له هغې هېواد کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه څرګندوي، چې وړمه ورځ تخار کې د هوایي برید په ترڅ کې ۱۲ ماشومان ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008