شنبه. May 30th, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

د امریکا د خزانې وزارت د ایران د شورای نګهبان د ټاکنو د کمېټې پر یو شمېر چارواکو تازه بندیزونه لګولي دي

پر شورای نګهبان تور دی، چې د ایران د ټاکنو په پروسه کې مداخله کوي. امریکا ویلې چې د شورای نګهبان هغه نوماندان چې د ایران د لوی مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي پالیسي نه تعقیبوي، بې صلاحیته کوي.

په دغو چارواکو کې د شورای نګهبان منشي علی خامنه یي په ګډون پنځه تنه شامل دي. د ایران لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي براین هوک په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې جنتي د نوماندانو په ټاکلو کې مهم رول درلود.

( ټول لیدونکې 21 , د نن ورځي لیدونکې 1 )