وروستي خبرونه

روان تاوتریخوالي د سولې خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي

355

 په کور دننه د سولې خبرو له پیل سره جګړو زور اخېستی، چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې روانې خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي. د ولسي جرګي یو شمېر غړي او د چارو څارونکي په هېواد کې پر روانې جګړې اندېښنه څرګندوي او وایي روان تاوتریخوالی دې نور ودرول شي

دوی پر دواړو لورو غږ کوي، چې هر څه ژر دې تاوتریخوالي کم کړي او سولې خبرې یوې مثبتې خواو ته یوسي. په ورته مهال د ملي مصالحي عالي شورا ویاند فریدون خوځون وايي، چې د افغان حکومت مذاکره کوونکي ټیم غړي د سولې خبرو پر اجنډا بوخت دي او ډېر ژر به یو پایلې ته ورسېږي. قطر کې مذاکراتي پلاوي له څه باندې ۴۰ ورځو راهیسې د بین الافغاني خبرو پیل لپاره پر کاري اصولو کار کوي، خو په هېواد کې تاوتریخوالی ډېر شوی، چې اندېښنې يې زېږولي دي. په ورته مهال د چارو څارونکي، اندېښنه ښايي چې د سولې روانو خبرو سره د جګړو شدت روانې خبرې زیانمنې کړې دي

همدار راز ځینې شنونکي بیا له دواړو لورو غواړي، چې هر څه ژر یوې مثبتې پایلي ته ورسېږي او روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي. په ورته مهال د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د پاکستان په رسمي بلنه سفر کړی. خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، پاکستان ته د رحماني سفر بې ګټې او هېڅ مثبته پایله به د افغان سولې په تړاو ونه لري

دا په داسې مهال ده، چې تازه اروپایي ټولنې هم هېواد کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو خواوو یې غوښتي، چې ژر تر ژره دې تاوتریخوالی کم او خپلمنځي خبرې دې پیل کړي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008