وروستي خبرونه

خوستۍ مېرمنې د سولې روان بهیر کې د ښځو تېرو ۱۹ کلنو لاسته راوړنو د خونديتوب غوښتنه کوي

354

 دوی چې په خوست ولایت کې له حکومته د ملاتړ غونډې په موخه راغونډې شوې وې وایي، د نظام ملاتړ کوو، خو په هغه صورت کې چې د سولې روان بهیر کې د دوی حقوقو ته ځانګړې پاملرنه وشي

د خوست د ښځو چارو ریاست مسوولین هم وایي، دوی داسې سوله غواړي، چې د ښځو تېرې لاسته راوړنې پکې خوندي وي او که داسې ونه شي، دوی به د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره غږ پورته کړي. د خوست د ښځو چارو مشره وایی، دوی د نظام ملاتړ کوي خو هغه وخت چې د سولې په بین الافغاني خبرو کې د دوی حقوقو ته ځانګړې پاملرنه وشي او د تېرو ۱۹ کلونو د ښځو لاسته راوړنې پکې خوندي شي

خوست کې داسې وخت د نظام په ملاتړ د خوستیو مېرمنو له لوري غونډه ترسره کېږي چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ت منځ بین الافغاني خبرې راونې دي. د خوست مېرمنې د خپلو حقوقو د خوندیتوب غوښتنه کوي او دوی سره اندېښنه موجوده ده چې ګواکې د طالبانو په راتګ به د تېرو نولسو کالونو لاسته راوړنې د پښو لاندې شي

نسیم لېوال

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008