وروستي خبرونه

افغان امنیتي ځواکونو هلمند کې هوايې او ځمکني عملیات پیل کړي دي

348

 هلمند ولایت کې د څو ورځو راهیسي جګړې پیل شوي چې ورسره دواړو لور ته د مرګ ـ ژوبلي راپورونه هم ورکول کېږي، په دغو جګړو کې په سلګونه ملکي وکړو ته مرګ ژوبله اوښي او په زرګونه خلک له خپلو مینو څخه بېځایه شوي دي، چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري

افغان ځواکونو تېره شپه د لښکرګاه ښار اړوند بشران او سپنې کوټې په سیموکې هوایې او ځمکني عملیات پیل کړي. دغه عملیات تېره شپه دوه بجې پیل شوي او له درنو وسلو سربېره له هوایي ځواک هم کار اخیستل شوی. تر اوسه په عملیاتو کې وسله والو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویل شوي او نه هم طالبانو په دې اړه څه ویلي دي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008