وروستي خبرونه

عمران خان په ننګرهار کې د ویزو اخستلو پر مهال د ۱۲ تنو د مړه کېدو په اړه خواشینې ښودلي

347

 ورسته له هغې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په ننګرهار کې د دغه هېواد د ویزې اخیستلو پر مهال د ډيري ګڼي ګوني له امله ۱۲ ښځو او په لسګونو نورو ټپی کېدو له امله خواشينې څرکنده کړي ده. د پاکستان صدراعظم عمران خان په خپل ټویټر لیکلي چې دې بوږنوونکې پېښې ډېر خواشینی کړی

کابل کې د پاکستان سفارت او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په دې پېښه خواشیني ښودلې او د ویزو وېش کې یې د سم مدیریت غوښتنه کړې ده. تیره ورځ په ننګرهار ولایت کې د پاکستان په قونسلګرۍ کې د پاکستان د ویزو اخیستلو پر مهال د ګڼې ګوڼې له امله ۱۲ میرمنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۱۲ نور ټپيان شول

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008