وروستي خبرونه

د سولې خبرو سره طالبانو تاوتریخوالی زیات کړی، چې هېڅکله به له دې لارې بریالي نه شي

342
 ولسمشر اشرف غني وايي، طالبانو جګړه شدېده کړې او لا هم د فتحې په کاذب روایت باور لري، چې هېڅکله به په دې روایت بریا ته ونه رسېږي. ولسمشر غني، چې ولسي جرګې ته يې د کابینې معرفۍ مراسمو کې خبرې کولي، ځینو وکیلانو يې پر څرګندونو غبرګون وښود، چې ولسمشر يې په ځواب کې وویل، د افغانانو د وژنې پوښتنه دې له ملا هیبت الله څخه وشي، چې ولي افغانان وژني
غني زیاتوي، د افغان دولت مرکچي پلاوی به په کلکه د جمهوریت دفاع وکړي او هیله کوي، چې مرکچي ټیم ته وخت ورکړی، ترڅو د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره مخته لاړ شي. قطر کې مذاکراتي پلاوي له شاوخوا ۴۰ ورځو راهیسې د بین الافغاني خبرو پیل لپاره پر کاري اصولو کار کوي، خو په هېواد کې تاوتریخوالی ډېر شوی، چې اندېښنې يې زېږولي دي
ولسمشر غني، چې ولسي جرګې ته يې د کابینې په ورپېژندو مراسمو کې خبرې کولي وویل، طالبانو د سولې له خبرو پیل سره تاوتریخوالي ته زور ورکړی، چې هېڅکله به د جګړې له لارې خپلو موخو ته ونه رسېږي. د کابینې معرفۍ په مراسمو کې ځینو وکیلانو له دې امله د ولسمشر پر څرګندونو غبرګون وښود، چې متوازن پرمختګ نشته او هلمند په اور کې سوزي، چې ولسمشر يې په ځواب کې په تنده لهجه وویل، له ملا هیبت الله باید پوښتنه وشي، چې چېرته پټ دی او ولي افغانان وژني
د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني په وینا دوحه کې د سولې روانو ټکنیو بحثونو افغانان سولې ته ناهیلي کړې دي، خو ولسمشر وايي، افغان مرکچي پلاوی به خبرو کې په کلکه د ملي ګټو او جمهوریت دفاع وکړي. ولسمشر غني ولسي جرګې ته ۲۴ نوماند وزیران معرفي کړل، ترڅو د باور رايه خپله کړي، خو د وکیلانو په خبره وړو، په کارپوه او تجربه لرونکو نوماند وزیرانو ته به د باور رایه ورکړي. ولسمشر اشرف غني داسې مهال هېواد کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه څرګندوي، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر د تاوتریخوالي په کمښت ټینګار کړی او زیاته کړې يې ده، چې د جګړې شدت به د سولې خبرې اغېزمنې کړي
خبریال نذیر شینواری

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008