وروستي خبرونه

سیاسي_ماران_پېژنئ؟ | لیکنه: محمد خان ذهین

ZhwandoonOctober 21, 20203000
341

 زده کړو پسې هلته ورځم. روغتیا خو مې لۀ خدایه وړاندې هلته غواړم. د جېب روپۍ او د ارامې زندګۍ ټولې اسرې همالته پلټم. خو نوره مې ضمیر کې د نفرت لمبې پۀ جوش دي

ترې کرکه کوم؟ هو! ورسره د دښمنۍ ذهنیت راکړل شوی. زۀ یې هم منم، چې لاس یې زما پر وینو سور دی. خو پۀ وږې ګېډه؟ پۀ بې سواده فکر؟ او کۀ پۀ ناروغه جسم؟ متل دی، جنګ او دښمني پۀ مړه ګېډه کیږي، خو زۀ د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره د همدې دښمن غلام یم. ولې؟ ځکه زما پۀ نوم خو پر راغلو پیسو زما جنابانو کورونه، زرهي موترونه او مارکېټونه جوړ کړل. د خرڅ خولۍ یې ډېرې، خو سرونه یې رانه ورک کړل. زۀ به پرې څۀ وکړم؟ جګړه پۀ فکرونو کیږي، خو زۀ بې سواده پاتې یم

لا هم د لوړو زده کړو لپاره هلته د تلو ارمان پۀ زړۀ لرم. ای ماته د دښمنۍ ذهنیت راکوونکیه! زۀ رنځور یمه، جنګ نشم کوی. ماته ذهنیت مۀ راکوه. ماته درمل راکړه. دوا راکړه. علمیت راکړه. ما ورسره پۀ زده کړو کې سیال کړه. زما د زده کړو ارمان پوره کړه. ما سره مرسته مۀ کوه. ماته کار پیدا کړه. بیا تۀ لۀ ما نه مرستې غواړه!                         ؛

ماته زما دښمن هم مۀ راښایه. زۀ لۀ تا ښۀ خپل دوست او دښمن پېژنم. ستا پۀ دې دښمنۍ دې اور پورې شي، چې نن یې زۀ لۀ امله د خشاکو پۀ څېر اور باندې سوځېږم. تۀ زما پر دښمن توکاڼي مۀ تو کوه. زما اړتیا پوره کړه. کۀ دا دې توان کې نۀ وي، نو بیا چپ شه، بغارې مۀ وهه. زۀ چې مجبور اوسم، مزدور ښۀ یم، غلام ښۀ یم نوکر ښۀ یمه

نن چې زما خور، مور او لور د پښو لاندې کیږي. دا مستۍ نۀ دي. نېستۍ دي. مجبورۍ دي. ناچارۍ، بې وسۍ او ناهیلۍ دي

ای د وخت سیاست مداره! مداريتوب پرېږده، عقل دې لکه پټکۍ، پکول او خولۍ سرته راوله: چې مې خپله سیمه اور شي سره لمبه شي زۀ به څنګه لۀ دښمن سره جګړه کړم؟

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008