وروستي خبرونه

په واټونو او کوڅو کې به له دې وروسته د مجرمینو عکسونه ځوړند شي

337

 د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ د کابل ښار د امنیت او نظم راوستو په موخه په څلورمه ناسته کې پرېکړه کړي چې له دي وروسته به د ښار په واټونو او کوڅو کې د مجرمینو عکسونه به ځوړنده کېږي څو امنتي پولیس په اساني سره وپېژندل شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي

نوموړي په یاده ناسته ویلي چې له دې وروسته به دښار ټولې امنیتي هم پوستې به کمرو سمبال شي څو کولاي شي چې پولیس او مجرمین ترې کنټرول کړي. دغه راز کابل ښاروالۍ ته امر شوی چې د ښار د نظافت لپاره ښار کې شته تشنابونه پر وخت پاک او نور نوي تشنابونه جوړ کړي، امرالله صالح دغه راز ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې ژر به د کابل ولایت د ولسوالیو د امنیت او نظم راوستو لپاره هم لاس په کار کیږي. همدارنګه نوموړي نورې پرېکړي هم کړي چې هغه په کابل ښار ډیر ژر پلي شي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008