وروستي خبرونه

اروپا کې د کرونا وبا د دویمې څپې په راتګ سره تازه محدودیتونه وضع شوي دي

332

 د وروستیو راپورونو له مخې اروپایي هېوادونو په تېرو اوو ورځو کې د کرونا ویروس د نویو پېښو د 44 سلنې ډېروالی ثبت کړی دی چې دا ددې لامل شوی څو یو شمېر هېوادونه نوي محدودیتونه ولګوي

د کرونا وبا ددغو پېښو په ډېرښت او د دویمې څپې په راتګ سره د اروپایانو انديښنې هم ډېرې شوي او یو شمېر هېوادونو تازه بندیزونه او محدودیتونه هم وضع کړي دي. د راپورونو له مخې ایټالیا کې د کرونا وبا مثبتي پېښې مخ په ډېریدو دي، فرانسې هم بندیزونه ډېر کړي دي او چک جمهوریت هم ویلي چې پېښې ډېرې شوې خو دوی بندیزونه هم ورسره ډېر کړي دي

بلخوا د بلجیم چارواکو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې د کرونا ویروس له دویمې او خطرناکې څپې سره مخ دي، روغتونونه ظرفیت نه لري او محدودیتونه یې ډېر کړي دي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008