وروستي خبرونه

د ملي مصالحي مشر عبدالله عبدالله ایران ته له خپل رسمې سفر وروسته هېواد ته راستون شوی

324

 د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ايران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د هغه هېواد له دولتي تلويزونونو، سيما او صدا سره په خبرو کې د لنډ مهالي حکومت له جوړېدو سره مخالفت ښودلی او زياته کړې یې ده چې مؤقته اداره د درې لسيزو اوږدې جګړې اساسي حل نه شي کېدای

هغه له طالبانو سره په دوحه کې خبرو ته په اشارې ویلي، چې له دې ډلې سره خبرې بايد د تل پاتې سولې د تضمين په شکل وي. په دغو لیدنو کې ايراني چارواکو د افغان سولې په اړه په دوحه کې له روانو خبرو ملاتړ څرګند کړی او په راتلونکي کې يې هم په ياده برخه کې د خپل ملاتړ ډاډ ورکړی دی

وروسته له هغه چې عبدالله عبدالله هندوستان او پاکستان ته سفرونه تر سره کړل، تازه یې د افغانستان ګاونډ ايران ته خپل رسمي سفر پای ته ورسو او له ایراني چاروکو له لیدنو وروسته تیره شپه هېواد ته راستون شو. د عبدالله عبدالله ویاند وايي، چې راتلونکې کې به نوموړی به د ازبکستان په کډون یو شمېر نورو هېوادونو ته هم رسمي سفرونه وکړي تر د افغان سولې لپار سیمه اییز ملاتړ پیاوړی کړي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008