وروستي خبرونه

دوحه کې د تماس ډلو په غړو کې بدلون راغلی او اوس دواړه ټیمونه درې کسیز شوي دي

323

 د افغان سولې مرکچي پلاوو په برخه کې د راغلي بدلون له مخې اوس دغه پلاوي درې کسیز شوي دي

غلام فاروق مجروح، فاطمه ګیلاني او رسول طالب د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي د تماس ډلي نوي غړي دي او همدارنګه قاري دین محمد، لطیف منصور د طالبانو د مرکچي پلاوي د تماس ډلي نوي غړي اعلان سوي دي. تردې وړاندې د افغانستان اسلامي جمهوریت تماس ډلې ۷ او طالبانو ډلې بیا ۵ غړي درلودل

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008