وروستي خبرونه

افغان حکومت کندهار کي د لسګونو وسلوالو د وژل کېدو خبر ورکوي

319

 ولایتي چارواکي وایي طالبانو د کندهار د تخته پل ولسوالۍ د ملحد په سيمه کي له افغان ځواکونو سره جګړه کړې، چي له امله یې ۱۶ وسلوال وژل شوی او ۹نور ټپيان دي. دکندهار امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وایي په ښورابک ولسوالۍ کي هم افغان ځواکونو سره نښته کي ۱۲ وسلوال وژل شوی او ۱۱ نور ټپيان دي

امنیتي چارواکو افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ ـ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي. دا په داسې مهال ده چې تېره ورځ د کندهار د ميوند ولسوالۍ د کوکه کاريز په سیمه کي د افغان ځواکونو سره جګړه کي ۵ وسلوال وژل شوي وو او ۴ نور ژوبل وو. تر اوسه وسلوالو طالبانو د افغان حکومت د یادې ادعا په غبرګون کې رسنیو ته څه نه دي ویلي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008