وروستي خبرونه

طالبان دي دسولې رامنځته شوی فرصت له لاسه نه ورکوي

316

 له ولسمشرۍ ماڼۍ نه په خپره شوي خبر پاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړي چې له جګړو لاس واخلي او په هېواد کې د سولې او دایمي اوربند چې د ټول افغانانو غوښتنه ده ومني او دغه رامنځته شوي فرصت دي نه ضایع کوي

خبر پاڼه زیاتوي چې غني د تېرې ورځې بریدونه په غور او یو شمېر نورو ولایتونو کې غندلي دي، په خبره يي د بې ګناه افغانانو وژل نه بښل کېدونکی بشري جنایت دی. خبر پاڼه کاږي چې ولسمشر یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی دی چې له جګړو لاس په سر شي او د جګړو پر ځای مذاکراتو ته ادامه ورکړي

خبر پاڼه کې راغلي چې نوموړي د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هم سپارښتنه کړې ده چې خپل اقدامات لا ډېر کړي او د خپل هېواد او د خپلو خلکو ساتلو لپاره تیار اوسي. نوموړي په داسي حال کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر کوي چې په بېلابېلو ولایتونو کې جګړي ډیري شوي دي او دواړو لور ته د مرګ ـ ژوبلې راپورونه ورکول کېږي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008