وروستي خبرونه

غور کې د شوی موټر بم برید مخکیني ولسمشر حامد کرزي په کلکو ټکو غندلی دی

315

 د مخکیني ولسمشر حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې حامد کرزي دغه برید په کلکو ټکی غندلی او ویلي یې دي دا ظالمانه عمل له افغانانو سره ښکاره دښمني ده په خبره یې دا ډول کړنې د سولې پروسه زیانمنوي خو نوموړي یو ځل بیا د جګړې پر ښکېلو لوریو غږ کړی دی چې ژر تر ژره دې په هېواد کې د پردیو د ګټو لپاره روانه جګړه ودروي او د سولې لپاره دې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي

دغه برید چې یکشنبه سهار مهال د غور امنیه قومندانې مخې ته شوی د ولایتي چارواکو په وینا دغه برید کې ۱۲ تنه وژل شوي او سل نور ټپیان دي. په خبره یې چاودنه د موټر بم برید دی چې د امنیه قومنداني تر څنګ شوی. تر اوسه د یاد برید مسوولیت د حکومت کومې مخالیفیه وسلوالې ډلې په غاړه نه دی اخیستی

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008