وروستي خبرونه

طالبانو د بریدونو په زیاتوالي سره خپل باور بایللی

314

 له امریکا سره د وسلوالو طالبانو هوکړې او افغان حکومت پر وړاندې جګړې ډېرې پوښتنې را ولاړې کړې او تازه د امریکا په ویډرو ویلسن انیستیتوت کې د جنوبي اسیا د مسایلو شنونکی مایکل کوګلمن وایي له امریکا سره د سولې هوکړې تر لاسلیک وسلوالو طالبانو ته ځانګړی باور ورکړی خو په دې وروستیو کې یې د تاوتریخوالي او بریدونو په زیاتوالي سره خپل باور له لاسه ور کړ

د نوموړي په خبره امریکایي وګړي د پردیو هیوادونو د جګړې غوښتونکي نه ده او په وینا یې که جوبایډن ټاکنې وګټي خپل سرتیري به له افغان خاورې څخه وباسي ځکه دهغه په باور ولسمشر به خامخا د ولس غوښتنې ته درناوی کوي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008