وروستي خبرونه

طالبانو یو ځل بیا پر جګړې تینګار کړی

313

 د وسلوالو طالبانو ویاند ډاکټر محمد نعیم وردګ په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د مذاکراتو د پایلې رسېدو پورې به جګړه روانه وي

نوموړې زیاته کړي چې په افغانستان کې جګړه څه نوې خبره نه ده او تر هغه به دوام وکړي چې دواړه لوري یوې پایلې ته ورسېږي. نعیم د سولې پر روان بهیر کې د پاکستان مرستو ته هم اشاره کړي، په خبره چې طالبان د پاکستان په کډون د ټولو هغو هېوادونو همکاریو ته اهمیت ورکوي د سولې په روان بهیر کې اسانتیا راولي

هغه زیاته کړي چې هیڅ بهرنی هېواد ته به اجازه ورنکړي چې دافغانستان په چارو مداخله وکړي، نوموړی زیاتوي چې د ټولو هغو ډلو پر وړاندې به مبارزه وکړي چې امریکا او متحدینو ته يې له افغانستانه خطر جوړوي. ډاکټر نعیم زیاته کړي چې مذاکرات به دوام کوي او دواړه لوري به هغې پایلي ته رسېږي چې د افغانانو خوښه وي

د یادوني وړ ده چې په قطر کې د څو اونیو راهیسي دواړه لوري پر اجنډا بحث روان دي خو لا تر اوسه کومې پایلې ته نه دې رسېدلي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008