وروستي خبرونه

سل ولسوالیو لپاره نوي امنیه قومندانان ټاکل شوي دي

312

 د دغو سل قومندانانو لپاره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړه شوې غونډه کې ولسمشر غني ویلي یاد کسان به د مرکزي حکومت د ښې استازولۍ تر څنګ په لوړ مرام له خپلې خاورې ولس، او ملي ارزښتونو دفاع وکړي

غني له دوی غوښتي چې د ځایي حکومتولۍ په برخه کې له خپلو تجربو کار واخلۍ او د خلکو خدمت تر څنګ د عامه او ټولګټو پروژو د عملي کولو لپاره زمینه برابره کړئ. د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم په دې غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې محلي حکومتولي باید پیاوړې شي او ګومارل شویو امنیه قومندانانو ته یې ډاډ ورکړی، چې دوی د مرکز بشپړ ملاتړ له ځان سره لري

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008