وروستي خبرونه

ګلبدین حکمتیار د پاکستان په غوښتنه دغه هېواد ته په سفر ځي

311

 د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان په خپله ټویټ پاڼه لیکلي، چې د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار به پاکستان ته سبا دوشنبه په سفر لاړ شي

د صادق خان په خبره حکمتیار به د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان بهرنیو چارو وزیر او د دغه هېواد د ملي اسمبلي له مشر سره لیدنې ترسره کړي. ټاکل شوې حکمتيار د دې سفر په جريان کې يوه فکري مرکز ته هم وينا وکړي. تر اوسه د حکمتیار دفتر په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي

دا په داسې مهال ده چې په دې ورستیو کې د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم پاکستان ته په خپل سفر کې د دغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان او یو شمېر نورو سیاسیونو او چارواکو سره پر افغان سولې خبرې کړې وې

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008