وروستي خبرونه

له هلمند وروسته بدخشان کې هم وسلوال طالبان تر ښاره رارسېدلي دي

310

 امنیتي سرچینې وایي چې بدخشان کې وسلوالو طالبانو له څو ورځو راهیسې جګړې روانې دي چې د ښار اتمې ناحیه، د ښار یوه څنډه او دغلته د پولیسو مأموریت د وسلوالو طالبانو لاس ته ورغلي دي. سرچینو ویلي، له څو ورځو راهیسې جګړې روانې وې او د نه اکمالاتو او مرستې له امله یې شاتګ کړی. د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري بیا په یفتل بالا سیمه کې د اتمې ناحیې سقوط نه‌مني، خو وایي له هغه ځایه امنیتي ځواکونو تاکتیکي شا تګ کړی دی

نوموړی وایي، دفاعي ځواکونو د دې لپاره د یفتل بالا درګک کلی پرېښود چې ملکیانو ته ډېره مرګ ـ ‌ژوبله وانه ‌وړي، نو ځکه امنیتي ځواکونو تاکتیکی شا تګ کړی. په خبره یې دا مهال دوابه سیمه کې جګړه دوام لري، چې څلور امنیتي سرتېري په کې وژل شوي او درې نور ټپیان دي. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ویلي چې د فیض‌اباد ښار اتمه ناحیه کې یې د امنیتي ځواکونو یوه قرارګاه او درې پوستې نیولې دي او لسګونه امنیتي سرتېري یې وژلي او نیولي دي

د فیض‌اباد ښار اتمه ناحیه یا یفتل بالا سیمه د ولایت له مقام او امنیه قوماندانۍ سره شااوخوا اته کیلومتره واټن لري. د دغې ناحیې او ولایت مقام ترمنځ یو غر ولاړ دی او د بدخشان ولسي استازي وایي، که دغه غر هم طالبان ونیسي، بیا د ولایت مقام، قومانداني، هوایي ډګر او یو شمېر نورو دولتي ادارو ته ګواښ زیاتېږي. دا مهال د فیض‌اباد ښار په درېیمه او څلورمه ناحیه کې هم د طالبانو حضور محسوس دی او د دغه ولایت څو ولسوالیو کې هم طالبان له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي. له تېرې یوې اوونۍ راهیسې دا د دوهم ولایت مرکز دی چې طالبان‌یې یوه څنډه نیسي

تېره یکشنبه طالبان د لښکرګا باباجي سیمې ته ننوتل چې لا یې هم په وړاندې د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008