وروستي خبرونه

ترکیه دې له پاروونو او یو اړخیزو اقداماتو لاس په سر شي، له یونان او قبرس سره دې یووالی پیل کړي

308
 د وروستیو راپورونو له مخې، د مدیترانې سمندرګي په ختیځ کې د تېلو زېرمو پر سره ترکیې له یونان او قبرس سره جنجالو روان دي چې تازه اروپایي ټولنې ترکیې باندې نیوکه کړې، چې مدیترانه کې دې له پاروونو او یو اړخیزو کړنو لاس پر سر شي او قبرس او یونان سره دې یووالی پیل کړي
د اروپایي ټولنې 27 غړو هېوادونو مشرانو له یو بل سره ناسته ترسره کړي ، دوی په دغه ناسته کې له ترکیې غوښتي، څو له پاروونکو او یو اړخیزو اقداماتو لاس په سر شي او له یونان ، قبرس سره دې یووالی پیل کړي. اروپایي ټولنې دغه نیوکه وروسته له هغې پر ترکیې کوي، چې تر دې وړاندې یې له دغه هېواد غوښتي وو، څو د مدیترانې له ختیځه ووځي، خو دغه هېواد یو ځل بیا خپله یوه لویه بېړۍ دغو اوبو ته ورلېږلې ده

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008