وروستي خبرونه

د کابل او تخار پولیسو څو تنه د چرسو او هیروینو سره یوځای نیولي

306

 امنیتي ځواکونو د کابل خیرخانې کوتل سیمه کې څلویښت کیلو ګرامه چرس هغه مهال ونیول، چې د هېواد شمال څخه کابل ته قاچاق کېدل. د دې موادو په تور نیول شوی موټر چلوونکی د نشه يي توکو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ ته معرفي شوی دی

همداراز تخار ولایت کې ۲۹ کیلوګرامه هیرویین هغه مهال ونیول شول چې د بدخشان له شهر بزرګ ولسوالۍ څخه په یوه موټر کې دغه ولایت ته قاچاق کېدل. د تخار امنیه قومندان وايي، چې دا موټر د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ په خانقاه سیمه کې نیول شوی او موټرچلوونکي په ګډون يې دوه کسان نور هم نیولي دي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008