وروستي خبرونه

په هلمند کې لا هم د یوې اوونۍ په تېرېدو سره د جګړې روان اور نه دی سوړ شوی

305

د راپورونو له مخې اوس هم په نادعلي او ناوې ولسواليو په یو شمېر برخو کې جګړه روانه او د دواړو خواوو ترمنځ یو پر بل بریدونه ترسره کېږي. خو د هلمند والي محمد یاسین خان وايي، افغان امنیتي ځواکونو د وسلوالو بریدونه په شا تمبولي او د لاسه وتلو سیمو لپاره يې ځمکني او هوايي عملیات پیل کړي دي

یاسین خان زیاتوي، چې په دې جګړه کې ۳۰ سرتېرو ته مرګ – ژوبله اوښتې. په هلمند کې داسې مهال جګړه لا هم روانه ده، چې د سولې مذاکراتو له پیل سره د هېواد په ډېری ولایتونو کې جګړې شدت موندلی. د پوځي چارو کارپوهان بیا په دې باور دي، چې د ښکېلو ډلو ترمنځ د جګړې شدت په سولې روانو خبرو کې د زیاتو امتیازاتو اخیستلو په مانا ده

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بیا د جګړې له ښکېلو ډلو غوښتي، چې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي ځکه په خبره يې د سولې خبرې ستونزمنې کوي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008