وروستي خبرونه

حکومت د سولې خبرو کې ځنډ د واک د دوام لپاره فرصت ګڼي خو د امریکا تر وتلو وروسته حکومت څو ورځې هم دوام نه شي کولای

304

 د حزب اسلامي مشر ګلبد الدین حکمتیار وایي، حکومت دې د سولې د ټینګښت لپاره د واک انتقال تضمین او طالبان دې اوربند وکړي. نوموړی وایي، چې قطر کې د سولې خبرو اساسي مسایل اوربند او د واک انتقال دی او له دواړو لورو غواړي، چې ژر تر ژره پر مهمو مسایلو خبرې پیل کړي

د هغه په خبره حکومت د واک د دوام لپاره د سولې خبرو کې ځنډ یو فرصت ګڼي خو طالبان ځکه عجله نه لري، چې د امریکا تر وتلو وروسته به حکومت څو ورځې هم دوام ونه کړي. دا په داسې حال کې ده، چې له اوږدو بحثونو وروسته لاهم د دواړو لورو مذاکره کوونکي پلاوي د خپلمنځي خبرو پر کړنلارې هوکړې ته نه دي رسیدلي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008