وروستي خبرونه

د ولسمشر لومړی مرستیال د لنډې مودې لپاره د کابل امنیت مسوولیت پرغاړه اخلي

303
 ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، چې د لنډې مودې لپاره د کابل ښار د جنایي جرمونو او امنیتي پېښو د ارزولو دنده خپل لومړي مرستیال امرالله صالح ته سپارلې. صالح پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې زه د خلکو د امنیت د ټینګښت په برخه کې د مجرمینو پر وړاندې د ترحم ټکی نه پېژنم او له خلکو یې غوښتنه کړې، چې له امینتي ځواکونو سره د مجرمینو په پېژندلو کې مرسته وکړي
دا په داسې حال کې ده، چې کابل کې د جنايي جرمنو او هدفي وژنو پېښې تر بل هر وخت ډېرې شوي او خلک له حکومت څخه د روان وضعیت د مخنیوي غوښتونکي دي، چې تازه ولسمشر غني د همدې پېښو د مخنیوي په موخه امرالله صالح ته دنده وسپارله. ولسي وګړي د ولسمشر له دې پریکړې هرکلی کوي او له حکومت څخه غواړي، چې دې برخې ته په دوامداره توګه پاملرنه وکړي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008