وروستي خبرونه

امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته را ټېټوي

301

 د امریکا د ملي امنیت مشاور رابرټ اوبراین وايي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ امر کړی، چې د راتلونکي کال تر لومړیو د خپلو پوځيانو شمېر ۲۵۰۰ ته راکموي

له دې مخکې ولسمشر ټرمپ په یوه ټویټ کې ویلي و، چې تر راتلونکي کرېسمېس پورې له افغانستان څخه خپل پاتې ټول سرتېري به وباسي. د ولسمشر ټرمپ د دې ټویټ په اړه د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي ویلي و، چې تر کرېسمېس پورې سرتېري ویستل، ګمان او فکر دی. دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د ټولو امریکايي پوځيانو وتل به د دوحې هوکړې له مخې د راتلونکي کال په مې میاشت کې ترسره شي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008