وروستي خبرونه

طالبان لا هم له القاعده شبکې سره اړیکه لري او خطرونه پر خپل ځای پاتې دي

300

 د امریکا حکومت د امنیتي مسایلو یو شمېر څارونکو او چارواکو له امریکا غږ انګلیسي څانګې سره په خبرو کې کې د یادې ډلې د فعالیت په تړاو خبرې کړي. په نشر شوي راپور کې راغلي، چې اوس هم وسلوال طالبان له القاعده شبکې سره اړیکې لري او د دې ډلې خطرونه لاهم په افغانستان کې پرخپل ځای پاتې دي

د یادو چارواکو په خبره له افغانستان څخه په بېړه د امریکایي ځواکونو وتل د افغانستان په ګډون د سیمې هېوادونو ته خطرناک ګام بولي او له چارواکو غواړي، چې په دې برخه کې له بشپړ دقت څخه کار واخلي. راپور زیاتوي، چې په جنوبي ولایتونو کې لاهم د القاعده شبکې تر دوه سوه غړي فعالیت کوي او له وسلوالو طالبانو سره په عملیاتو کې همکاري کوي

دا په داسې حال کې ده، چې دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي و، چې افغانستان کې مېشت خپل ټول سرتېري به تر کرېسمېس پورې خپلو کورونو ته ستانه کړي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008