وروستي خبرونه

په زابل ولایت کې د ستر جنرال عبدالرازق اڅکزي دوهم تلین ونمانځل شو

299

 په زابل کې د جنرال عبدالرازق دویم تلین د یو شمېر قومي مشرانو، ځوانانو او ولایتي چارواکو لخوا ونمانځل شو. د زابل ولایتي چاوراوکو، ستر جنرال عبدالرازق اڅکزی د هېواد د خپلواکۍ ملي اتل یاد کړ او دی یې د دوښمن پر وړاندې نه ماتېدونکی جنرال وباله. د زابل والي محمدنبي احمدزي وویل، چې ستر جنرال عبدالرازق اڅکزی به هر سنګر ته ډېر په مېړانه ورته اوهمداراز والي نوموړی یوازې د کندهار اتل نه بلکې د ټول افغانستان اتل یاد کړ

جنرال عبدالرازق اڅکزی به زموږ په زړونو کي خاص ځای لري او په جګه غاړه به یې هر وخت تلین نمانځو. دا په داسې حال کې ده، چې کابل کې هم نن د جنرال عبدالرزاق دویم تلین د هېواد د لوړو پوړو چاورواکو لخوا په لویه جرګه کې د یو شمېر لوړو پوړو چارواکو لخوا ونمانځل شو

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008