وروستي خبرونه

له افغانستانه د امریکا په وتو سره افغانانو باندې د اسلامي امارت تپل د منلو نه دی

298
 د ملي مصالحې عالي شورا نن د اڅکزي په دویم تلین غونډه کې وايي، که طالبان په دې فکر کې وي، چې که امریکا له افغانستانه ووتله، نو پر افغانانو به اسلامي امارت تپل کېږي دا افغانان نه مني او هېڅکله به د جګړې له لارې خپلو موخو ته ونه رسېږي
د ولسمشر لومړی مرستیال بیا زیاتوي، چې له تېرو دوه اوونیو راهیسې د افغان دولت مرکچي پلاوی د طالبانو له ټیم غواړي، چې د بین الافغاني مذاکراتو بنسټ به شریعت وي، خو طالبان بیا د دې خبرو اساس د دوحې هوکړه یادوي. د ملي امنیت شورا سلاکار په خبره له هغه چا سره سوله کوي، چې ځان افغان بولي او د خپلې خپلواکۍ د درلودلو سربېره افغانستان کې ورته جوماتونه او سړکونه کافر ښکاره نه شي
که څه هم قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو پر تګلارې بحثونه روان دي او لا هم په دې دوه اختلافي ټکو کوم توافق نه دی شوی، خو ټینګار دی، چې باید ژر تماس ډلې یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي. د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، چې د ستر جنرال عبدالرازق خان اڅکزي د وژل کېدو په دویم تلین کې يې خبرې کولې وویل، افغانانو ته اسلامي امارت د منلو نه دی او د یوې داسې سولې غوښتونکي دي، چې ټولو ته د منلو وي. د اڅکزي د تلین په لمانځغونډه کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح زیاته کړه، ولس د طالبانو له ظلم کرکه لري، نو ځکه په هلمند کې زرګونه کورنۍ بې کوره شوې
صالح وايي، د افغان دولت مرکچي پلاوي سره طالبان بین الافغاني مذاکرات د شریعت په بنسټ مخته نه وړي او د خپلمنځي خبرو اساس د دوحې هوکړه بولي. د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په وینا هغه چا سره د سولې غوښتونکي دي، چې په افغانستان کې جوماتونه او سړکونه ورته کافر نه ښکاري، خو که طالبان سوله نه غواړي، نو د عبدالرازق خان اڅکزي په څېر په هېواد مین افغانان به د خپلې خاورې په کلکه دفاع وکړي. د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار په خبره که طالبان په رښتینې توګه سولې ته ژمن وي، نو اوربند دې اعلان کړي او هر څومره ژر، چې وي باید سوله تامین شي
قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وردګ زیاته کړې، چې ملابرادر او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي او د سولې هوکړې پر تطبیق يې خبرې – اترې کړې دي
نذیر شینواری

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008