وروستي خبرونه

خوست کې د ۲۴ ميليونه افغانيو په ارزښت د ښار د داخلي سړکونو د رغونې چارې پيل شوي

297
 په خوست کې د شاخوا ۲۴ ميليونه افغانۍ په لګښت د ښاروالۍ ریاست له لوري د ښار د داخلي سرکونو په اساسي ډول د رغونې چارې پیل کړي
مسوولين وايي د دې ترڅنګ په پلان کې لري، چې د ښار د نورو برخو ويجاړ شوي سړکونه د نړيوال بانک او نورو موسسو په مرسته په اساسي ډول جوړ کړي. خوست ښار چې لسګونه کالونه پخوا د یوې ولسوالۍ په نقشه جوړ شوی او اوس مهال د څه باندې یو ملیون نفوذ په درلودلو سره دغه ښار پراختیا او بیا روغونې ته اړتیا لري
د دغه ښار داخلي سړکونه له بد وضعیت سره مخ دي، خوست ښاروال وايي، دا سړکونه له ډېر وخت راهیسې په کنډ او کپر حالت کې پراته وو، چې ښاريانو ته يې د باد او باران پر مهال ستونزې جوړولې
خوست والي د دې پروژې د پیل پر مهال د کارونو پر سم کیفیت ټینګار وکړ او ويې ویل چې دا عامه شتمنۍ دي باید د جوړېدو پر مهال يې سم نظارت وشي او د ښار داخلي سړکونو په جوړولو سره به ښاریانو ته وړ سهولتونه رامنځته شي
نسیم لېوال

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008