وروستي خبرونه

قسمت که دقت؟ | لیکنه: رحمت الله محمد

ZhwandoonOctober 15, 20201970
295

لمړی ځل؛ یوه ورځ د پل سارتر له دې جملې سره مخ شوم ( دغه نړۍ د دقت نړۍ ده، نه د قسمت…) له دې وروسته مې دقت او قسمت ته فکر شو او په دې اړه مې ځیني نورې مقالې هم ولوستې

له هغه مخکې ما هم په قسمت باور درلود، ما فکر کول، که زه زیات کار کووم یا کم کار کووم، فقط یوه پایله لري او یوازي هغه څه لاس ته راوړم کوم چې زما په قسمت کې وي، نو له دې امله مې زیات کار ته زړه نه کېده او د کم کار له امله زما قسمت بېخې خراب شوی  و.

خو د دې جملې له لیدو او بیا په دې اړه له مطالعې وروسته پوه شوم چې زه کولای شم له خپل قسمت نه لوړ شیان هم لاس ته راوړم.

د قسمت او دقت تر منځ توپیر:

هغه کسان چې په قسمت باور لري، هغوي نه یوازي دا چې لاسته راغلی چانس له لاسه ورکوي، بلکې د راتلونکي چانسونو لپاره هم نه امده کېږي، ځکه سره له دې چې دوي د چانس په وړاندې بیده پاتي کېږي، بیا هم دا خپله ګناه نه بولي او هر څه د قسمت په غاړه ور اچوي، خو هغه کسان چې په دقت باور لري، هغوي که یو چانس له لاسه ورکوي، نو دا خپله تېروتنه بولي او له دې تېروتنې څخه په استفادې سره د راتلونکي چانس لپاره بیدار وي او لاسته یې راوړي.

د قسمت خبره ولې د خلکو په منځ کې دود شوې؟

یوه ورځ مې دا خبره هم ذهن ته راغله، چې دا د قسمت خبره له کومه شوې او ولې د خلکو منځ کې دود شوې؟ سمدستي مې ګوګل راخلاص کړ او په دې اړه مې دوه مقالې ولوستې:

انسانانو د خیالاتو په مټ بېلابېلې کیسې او باورونه منځ ته راوړل، له هغه وروسته یې ډلې جوړي کړې او بیا یې هرې ډلې ته مشر وټاکل.

ښا!!! نو د چا نه خوښېده چې مشر شي؟، د ډلې هر فرد د مشر کېدو په فکر کې وو او غوښتل به یې چې مشر شي او یا ځانته یوه نوي ډله جوړه کړي تر څو مشر یې دی وي، چې په پایله کې به له دې امله په ډله کې اختلافات رامنځته کېدو، تر دې چې د ډلې مشر د دې ستونزې د حل په موخه د مذهبي څېرو په مرسته د خلکو په منځ کې د قسمت خبره رامنځته کړه او خلکو ته به یې ویل چې ستاسو په قسمت کې مشري نشته، که هر څومره هڅه هم وکړئ نو مشر کېدای نشئ، ځکه هر څه چې ستاسو په قسمت کې وي، یوازې همغه درته رسیږي، نو د دې خبري له خپرېدو وروسته د مشر کېدو فکر د عامو خلکو له ذهنه ووت، او مشري یوازي څو محدودو کسانو ته پاتي شوه.

دا موضوع د وخت په تېرېدو سره د دې لامل شوه چې هره خبره، حتا د ډوډۍ هره ګوله لا د قسمت خبره وه. مشرانو به په دې بهانه چې قسمت یې ښه ده، په تیاره خوړه او خپله خاني به یې کوله او هغه خلک چې په ټولنه کې عادي خلک و، هغوي دا فکر کول چې دا تکلیفونه او د خان غلامي کول د دوي په قسمت کې دي، او هېڅوک د خپل قسمت د بدلولو توان نه لري، نو له دې امله یې د قسمت د بدلولو لپاره هڅه هم نه کوله، خو خبر نه وو چې دا هر څه د مشرانو پلان ده.

دا خبره تر نن پورې رارسېږي، اوس هم په نړۍ کې په زیاته اندازه خلک په قسمت باور لري، نو له دې امله نه د لوی کار او نه هم د ښه ژوند طمعه لري، ځکه دوي د ښه ژوند یا لوی کار د کولو لپاره هېڅ هم نه کوي او هر څه یې قسمت ته پرېیښي دي، په داسې حال کې چې قسمت اصلاً یو خیال دی.

نو که په قسمت باور لرې، ته تر هر چا بد قسمته یې او که په دقت باور لرې، نو بیا هر څومره چې با دقته یې په همغه اندازه ښه قسمت هم لرې، ځکه د هغو کسانو، چې په قسمت باور لري تر ټولو ستره ستونزه دا ده، چې که هر څومره چانسونه هم په لاس ورشي نو ګټه نشي ترې پورته کولای، ځکه دوي خپل قسمت ته په طمعه وي او قسمت هېڅ نشي کولای، نو له همدې امله هغه کسان چې په قسمت باور لري تر ټولو بد قسمته خلک دي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008