وروستي خبرونه

هېواد کې روان تاوتریخوالی په تېرو لسو کلنو کې بې مخینی دی

290
 د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونتیکورو په تازه مرکه کې د افغانستان پر جګړې اندېښنه ښودلی او روان تاوتریخوالی یې په تېرو لسو کلونو کې بې مخینی ښودلی، نوموړي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه پیاوړي بللي او په وینا یې د بهرنیو ځواکونو په نشتون کې هم له خپل هېواد او خاورې د دفاع وړتیا لري
پونتیکورو له طالبانو غوښتي، چې روان تاوتریخوالی کم او د سولې خبرو ته ادامه ورکړي. هغه د نړیوالو مرستو په تړاو طالبانو ته په اشارې ویلي، چې نړیوالې مرستې په وضعیت پورې تړلي دي او په وینا یې وضعیت ته په کتو به له دغه هېواد سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي. دا په داسې حال کې ده، چې هلمند کې له څو ورځو راهیسې خونړۍ جګړه دوام لري او دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګ – ژوبلې اړولو ادعا کوي

 

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008