وروستي خبرونه

عبدالله عبدالله به راتلونکې اوونۍ د افغان سولې د پیاوړتیا په موخه د سیمې هېوادونو ته خپل سفر بیا پیل کړي

289

 د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د ملي مصالحي شورا مشر عبدالله عبدالله به راتلونکې اوونۍ ایران ته سفر وکړي، نوموړي زیاته کړي، چې عبدالله به ایران ته درې ورځنی سفر ولري، چې په دې سفر کې به ورسره یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي هم مل وي

هغه زیاته کړي، چې په دې سفر کې به د ایران له ولسمشر حسن روحاني او له یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره هم وګورئ. د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، د دې سفر موخه د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع رابلل دي. د یادونې وړ ده، چې عبدالله عبدالله له دې وړاندې پاکستان او هند ته د افغان سولې پیاوړتیا په موخه سفرونه هم کړي وو

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008