وروستي خبرونه

د ولسمشر د امر خلاف لا هم له کورنیو تولیداتو څخه ګټه نه پورته کېږي

284

 کابل کې د ۲۶ ولایتونو پانګوالو په ګډه د کورنیو تولیداتو د پرمختګ، د نويو محصولاتو پېژندنې او داخلي تولیداتو څخه ګټې اخیستنې په موخه د خپل هېواد خپل تولیدات په نوم نندارتون کابل کې د درې ورځو لپاره رسما په لاره واچول شو

دوی پر حکومتي چارواکو نیوکه وکړه، چې لا هم د خپلو کورنیو تولیداتو څخه ګټه نه پورته کوي او بهرني تولیدات کاروي. پانګوال له حکومت څخه غواړي، چې کورنیو تولیداتو ته خپله پاملرنه زیاته کړي او له کورنیو تولیداتو څخه دې ګټه پورته کړي

د دغه نندارتون مسوولین له نورو پانګوالو غواړي چې په هېواد کې پانګونه وکړي څو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي. صنعت او سوداګرۍ د یو هېواد د پرمختګ تر ټولو مهمه برخه ده، خو په هېواد کې د سوداګرو ستونزې ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دي، خو لا هم افغان حکومت یادو ستونزو ته رسېدنه نه ده کړې. دلته بیا په کابل کې د کورنیو تولیداتو لپاره د پرمختګ د نویو محصولاتو پېژندنې او د کورنیو تولیداتو د ښې بازار موندنې لپاره د خپل هېواد خپل تولیداتو په نوم نندارتون په لاره اچولی ده

د نندارتون مسوولین له خلکو او حکومتي چارواکو غواړي چې له کورنیو تولیداتو څخه ګته پورته کړي، دوی له نورو پانګوالو غواړي چې راشي په هېواد کې پانګونه وکړي، څو د نورو هېوادنو له تولیداتو څخه خلاص او ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي. په ورته مهال یو شمېر پانګوالو پر حکومت نیوکه کوي، چې لا هم له کورنیو تولیداتو څخه ګټه نه پورته کوي او د بهرنیو هېوادونو تولیدات کاروي. د دوی په خبر که هېواد په خپلو کورنیو تولیدات باندې ځان بسیا شي، نو د ناامنیو مخه به هم ونیول شي

په ورته مهال د نندارتون ګډونوال هم له دغسې نندارتونو څخه خوښ دي دوی زیاتوي، چې په هېواد کې صنعتکارانو ته د کار زمینه برابره شي او د دوی امنیت دې خوندي کړي. د یادونې وړ ده چې دغه نندارتون به درې ورځې دوام وکړي او وروسته به د هېواد په شپږو نورو ولایتونو کې هم په لاره واچول شي

وسیم تلاش

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008